د لاسي صنایعو په برخه کې د افغان مېرمنو فعالیت د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ګټور بلل کېږي. د ياد ولايت د ښځو چارو ريیسې شیما زرګر سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت لسګونه اوزګارو مېرمنو ته یې د خیاطۍ، مُهره دوزۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړې او له دې لارې خپلې اقتصادي چارې سمبالوي.

شيما زرګر وویل، اوسمهال مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې څه باندې سل مېرمنې د لاسي صنایعو په جوړولو بوختې دي او هڅه کوي چې دغو مېرمنو سره د ظرفیت لوړونې او بازار موندنې برخو کې همکاري وکړي.

د لوګر د ښځو چارو ریيسه زیاتوي، ډېری مېرمنې چې د لاسي صنایعو پر جوړولو بوختې دي، اوزګاره او له بې‌وزله کورنیو دي.

د نوموړې په وینا، د ښځو د لاسي صنایعو د ودې لپاره یې یو شمېر ادارو او نادولتي موسسو سره ګډ کار هم پیل کړی دی.

یو شمېر هغه مېرمنې چې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي سلام‌وطندار ته وايي، تېر یوه کال راهیسې يې بېلابېل ډوله جامې جوړې کړي او بیا یې مرکز پل‌علم ښار کې یو شمېر دوکاندارانو ته ورکوي، ترڅو په مناسبه بیه وپلورل شي.

خو دوی وايي، سره له دې چې لوګر کې د لاسي صنایعو برخې د پام وړ وده کړې؛ خو تر ډېره د هغوی په لاس جوړ شوي توکي مناسب بازار نه‌لري.

دغه مېرمنې له دولته غواړي چې د لاسي صنایعو د پېرلو لپاره ورته مناسب بازار پيدا کړي او له صنعت‌کاره مېرمنو ملاتړ وکړي.

لوګر کې داسې حال کې د مېرمنو لاسي صنایعو وده کړې چې د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست وايي، د پخوا په پرتله په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د ګمارنې کچه ۲۱ سلنه لوړه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام