د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د لیکوالۍ او شاعرۍ برخې د پام وړ پرمختګ کړی او د تېر یوه کال په ترڅ کې د بېلابېلو شاعرانو ۷ کتابه چاپ  او مخکتنه یې شوې ده.

ځوانې لیکوالې نرګس کاظمي د تذکرةالشعرا په نوم کتاب چاپ کړی او  د کتاب له چاپه یې هم موخه په هېواد کې د مطالعې دود پراخول او په افغانستان کې د سراسري سولې ټینګښت دی.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ريیس عبدالرحمن تسل وایي، په لوګر ولایت کې شاعرۍ او لیکوالۍ د پام وړ پرمختګ کړی او روان کال یې هم د دغه ولایت په مرکز پل علم او بېلابېلو  ولسوالیو کې د شاعرانو ۷ ټولګې کتابونه چاپ شوي او مخکتنه یې شوې ده.

تسل زیاته کړه، دا لړۍ په لوګر کې تازه پیل شوې چې ورسره سم د لوګر لیکوالو او شاعرانو انګېزه ترلاسه کړې او په دغه ولایت کې د کتاب لوستلو دود ډېر شوی دی.

بل خوا د لوګر ولایت د ښځو چارو ریيسه شیما زرګر هم د چاپ شوي کتاب لاسته راوړنه ستايي او زیاتوي چې د لوګر ولایت مېرمنو په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه په لیک لوست او فرهنګي برخو کې د پام وړ  پرمختګ کړی دی.

شيما زرګر د لوګر ولایت په شاعرانو او لیکوالو غږ وکړ چې د خپل قلم او شعر په ژبه تلپاتې او ډاډمن امنیت ته کار وکړي.

د د تذکرة‌الشعرا کتاب ليکوالې نرګس کاظمي په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وويل، په دغه چاپ شوي کتاب کې د «کلنګار» د سیمې شاعران پېژندل شوي چې د دوه میاشتو په ترڅ کې يې ليکلی او په ۴۴ مخونو کې يې په خپل مالي لګښت چاپ کړی دی.

نرګس کاظمي وويل، د لوګر اوسېدونکي په داسې ټولنه کې ژوند کوي چې هره ورځ په هېواد کې جګړې کېږي؛  نو ځکه دا انګېزه ورته پیدا شوه چې کتاب چاپ کړي او ټول ځوانانو کتاب لیکلو او لوستلو ته مخه کړې، له جکړو لاس په سر شي ترڅو د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.

لوګر ولایت کې تر دې وړاندې هم د لسګونه شاعرانو کتابونه چاپ او مخکتنه یې شوې ده؛ خو دا لومړی ځل دس چې په دغه ولایت کې د شاعرې او لیکوالې نرګس کاظمي کتاب چاپ او مخکتنه کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام