Asset 1SWN

د لوګر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو سرشمېرنه پیل شوه

IMG-20230605-WA0021

 د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم یې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د زده‌کوونکو سرشمېرنه پيل کړې ده.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي چې دا سرشمېرنه له مرکز پل‌علم څخه پيل شوه چې په یوه میاشت کې به په ټولو ولسوالیو کې بشپړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه چې په دغه سرشمېرنه کې ۳۴۵ دولتي او خصوصي ښوونځي شامل دي.

د نوموړي په وینا، لوګر کې د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم په ښوونځې کې د نجونو او هلکانو سرشمېرنه پيل شوه چې یوه میاشت به دوام وکړي او موخه یې هم په ښوونځيو کې د خېالي زده‌کوونکو په ډاګه کول او د زده کوونکو کره شمېره معلومول دي.

 د لوګر پوهنې ریاست ویاند زیاتوي چې د زده‌کوونکو له سرشمېرنې وروسته به د پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو سرشمېرنه وشي.

د لوګر اوسېدونکي هم د پوهنې وزارت له لوري د پيل شوې سرشمېرنې هرکلی او ملاتړ کوي، خو ټينګار کوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست اړوند زده‌کوونکو او ښوونکو ستونزو ته دې رسېدنه وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مخکیني جمهوري نظام پرمهال لوګر کې د شوې سروې له مخې، ۱۵۰زره زده‌کوونکي د پوهنې ریاست اړوند دولتي ښوونځیو کې په لیک‌لوست بوخت دي چې ۴۰زره یې نجونې دي، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د حکومت له لوري تر امرثاني پورې د زده‌کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

 

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام