سرپل کې د لسګونو زده‌کوونکو مسمومېدل؛ نجونې له ښوونځي را وګرځېدې

د سرپل په سانچارک ولسوالي کې د «کبود آب» او «فیض‌اباد» د نجونو ښوونځیو د زده‌کوونکو یوشمېر کورنیو سلام‌وطندار ته ویلي، له هغه وروسته چې د دغو دوو ښوونځیو زده‌کوونکي مسموم شول، لوڼې یې پر اروايي ناروغیو اخته شوي او ښوونځي ته نه‌دي تللي.

محمداسماعیل یون: د مخابراتو وزارت سرپرست د شخصي عقدو له مخې ژوندون ټلوېزیون تړي

د ژوندون ټلوېزیون رییس محمداسماعیل یون نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حقاني د شخصي عقدو پر بنسټ، غواړي د دغه ټلوېزیون لپاره د اجاره شوې ځمګې قرارداد لغوه او د دې رسنۍ ګیلم ور ټول کړي. نوموړی وايي چې څوارلس کاله مخکې یې د یاد وزارت ځمکه د دېرشو کلونو لپاره په اجاره نیولې ده.

قلندر عباد: تېر ژمي کې څه باندې یو میلیون ماشومان پر تنفسي ناروغي اخته شوي وو

نن دوشنبه د جون پنځمه د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو د یادې ورځې د نمانځنې په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې هېواد کې وچکالي، سېلابونه او اقلیمي بدلون د چاپېریال د ککړتیا لامل شوی دی.

بدخشان کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت تفریحي پارک جوړ کړی

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار درېیمه ناحیه کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت د ۲۰۰زره افغانیو په لګښت یو تفریحي پارک جوړ کړی دی.

د «الماس تفریحي تم‌ځای» په نوم د یاد پارک مالک عبدالواجد فاضل سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه تفریحي پارک یې په یو جریب ځمکه کې جوړ کړی چې د ښځو او نارینه‌وو لپاره جلا ځایونه لري.

د لوګر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو سرشمېرنه پیل شوه

 د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې یې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د زده‌کوونکو سرشمېرنه پيل کړه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته ویلي چې دا سرشمېرنه له مرکز پل‌علم څخه پيل شوه چې په یوه میاشت کې به په ټولو ولسوالیو کې بشپړه شي. عرب زیاته کړه چې په دغه سرشمېرنه کې ۳۴۵ دولتي او خصوصي ښوونځي شامل دي.

د غور ځینو ولسوالیو کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت د خلکو او مسوولانو شکایت

د غور د ځینو ولسوالیو او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي او مسوولان دغه ولایت کې د جراحۍ او ښځینه ډاکټرانو نه‌شتون څخه شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې ډېری وخت خپل ناروغان د درملنې لپاره فیروزکوه ښار او یا نورو ولایتونو ته د درملنې لپاره لېږدوي.

زابل کې بڼوال: د تېرکال په پرتله به سږکال د بادامو شپږ برابره حاصلات ټول کړو

زابل کې یوشمېر بڼوال وايي، تازه ثمر ته رسېدلي باغونه به یې سږکال د تېر کال په پرتله په کم‌سارې توګه ډېر حاصلات ورکړي.

دغه بڼوال هیله څرګندوي چې سږکال به د طبیعي افتونو نه‌شتون او د ډېرو ورښتونو له امله له خپل تازه ثمر ته رسېدلو باغونو څخه د تېرکال په پرتله ۶ برابره زیات د بادامو حاصلات راټول کړي.