Asset 1SWN

د روسیې دفاع وزارت: دونېڅک کې مو ۲۰۰ اوکرایني پوځیان وژلي

ukraine-1

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې دونېڅک کې د اوکراین تر ۲۰۰ پوځیان وژلي او د دغه هېواد د پوځ ګڼ‌شمېر پوځي وسایل او وسایط یې له‌منځه وړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت یکشنبه (غبرګولي ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دونېڅک کې یې د اوکراین پراخ پوځي برید شنډ کړی او تر ۲۰۰ اوکرایني پوځیان یې وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې د اوکرایني ځواکونو ټانګونه، توپ‌خانې، زغره‌وال موټر او نور وسایل هم له‌منځه وړل شوي دي.

اوکراین بیا تراوسه د دغه هېواد پوځ ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د دونېڅک په اسلاویانسک او مېنکووکا سیمو کې د اوکرایني تعرضي ځواکونو د مهماتو ډيپوګانې هم له‌منځه وړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام