د روسیې د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له اوکرایني چارواکو سره له یوې پېچلې مذاکرې وروسته یې خپل درې پېلوټان روسیې ازاد کړي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه روسي پیلوټان چې اوکراین کې د مرګ له ګواښ سره مخ وو، خپل هېواد ته ګرځولي دي. که څه هم روسیې د تبادلې په اړه څه نه دي ویلي، خو اوکراین د پوځیانو د تبادلې خبر ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اوکراین د ولسمشر د دفتر رییس انډري ایرماک ویلي چې ۴۵ اوکرایني سرتیري دغه هېواد ته د ستنېدو په حال کې دي. نوموړي زیاته کړه چې په تبادله کې ډېری هغه سرتیري شامل دي چې ماریوپول کې یې د فولادو فابریکې څخه دفاع کوله او روسیي ځواکونو نیولي وو.
د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې ازاد شوي پیلوټان به یې یوې پوځي الوتکه کې د یاد وزارت روغتیايي مرکز کې د درملنې لپاره وسپارل شي.
د اورکراین او روسیې ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې دا څوم ځل دی چې دواړه هېوادونه پوځیان او سرتیري سره تبادله کوي.