کندوز کې د بې‌کیفیته درملو او نامسلکي درمل‌پلورونکو په اړه شکایت؛ «څارنه او پوښتنه نشته»

د کندوز د خان‌اباد ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي د دې ولسوالي په درملتونونو کې د بې‌کیفیته درملو او نامسلکي درمل‌پلورونکو د زیاتوالي په اړه ګیلې لري. د خان‌اباد ولسوالي اوسېدونکی نجیب‌الله وايي، د روغتیايي مسوولانو نه څارنه لامل شوې چې نامسلکي کسان په خپل سر دې ولسوالي کې درملتونونه جوړ کړي.

یونیسف: د بودیجې کموالي له امله افغان ماشومانو سره بشپړه مرسته نه‌ شوو کولای

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې افغانستان کې د بشردوستانه مرستو کموالي له کبله نه‌شي کولای چې د خوړو، روغتیايي خدمتونو او څښاک اوبو برابرولو برخه کې د افغان ماشومانو بشپړ ملاتړ وکړي.
یونیسف تازه ویلي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغان ماشومانو لپاره د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د خپلې بودیجې یوازې ۲۲،۴ سلنه برابره کړي.

وچکالي او افتونه؛ کروندګر: کښتونه مو د اوبو له کمښت سره مخ دي

د وروستیو کلونو پر مهال هېواد کې اقلیمي بدلون او د اوبو کمښت کرنه زیانمنه کړې او کروندګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ا.ا د مشر له لوري په هېواد کې د کوکنار پر کښت له بندیز وروسته سږکال ګڼ‌شمېر کروندګرو په ځانګړې توګه د سوېلي ولایتونو کروندګرو پر خپلو ځمکو د کوکنارو پر ځای بدیل کښت کرلی دی.

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن افغان لوبغاړي د یوه بل پر وړاندې لوبېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پې‌اېل سیالیو په لړ کې نن یو ځل بیا دوه لوبې کېږي چې ګوجرات له لکناو او راجستان له حیدراباد سره لوبېږي.

ټاکل شوې چې لومړۍ لوبه نن له غرمې وروسته ۳:۰۰بجې د ګوجرات ټایټنز او لکناو سوپر جاینټز لوبډلو ترمنځ پیل شي.

غور کې ناپېژنده وسله‌والو یو «قاضي» ترور کړ

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار اړوند سیمه کې پرون ماښام د غويي ۱۶مه ناپېژنده وسله‌والو د «مفتي محمدنذیر معنوي» په نوم یو قاضي وژلی دی.

د یاد قرضي د کورنۍ غړي سلام‌وطندار ته وايي چې محمدنذیر معنوي هغه مهال د وسله‌والو تر برید لاندې راغلی چې له جومات څخه د کور پر لورې روان و.

پکتیا کې د سېلاب راوتو له کبله یو ماشوم مړ شوی

د پکتیا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د شویو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له کبله یې یو ماشوم مړ شوی دی.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست عمومي مدیر امان منګل سلام‌وطندار ته وایي، پرون شنبه د غويي ۱۶مه د څمکنیو ولسوالي اړوند سیمه کې سېلاب یو ماشوم له ځان سره وړی او مړ کړی یې دی.