Asset 1SWN

د فرانسې ولسمشر: اجازه نه ورکوم چې روسیه اوکراین کې بریالۍ شي

macron22

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي چې اوکراین کې به د روسیې د جګړې د پراخېدو او بري مخه نیسي. نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې اوکراین کې به د جګړو د پراخېدو مخنیوي لپاره هر کار وکړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون «پاریسین» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «زموږ دنده د اوکراین د ژوندي پاتې‌کېدو لپاره مرسته کول دي چې دغه هېواد کې د روسیې د بري او د یادې جګړې د پراخېدو مخه ونیسوو. موږ به هر هغه څه وکړو، څو دغه جګړه ونه‌غځېږي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له دې وړاندې بلومبرګ د یوې باوري سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې ماکرون غواړي له یوې طرحې سره چین ته نږدې شي چې په وینا یې، د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو لامل به شي.

ویل کېږي چې ماکرون، امانویل بن‌ خپل ډيپلوماټیک سلاکار ته لارښوونه کړې، څو د چین د کمونیست ګوند د بهرنیو اړیکو د مرکز کمېټې د کمېسیون د دفتر رییس وانګ‌ يي سره د مذاکراتو د رامنځته کېدو په اړه همکاري وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې مسکو او کییف په وار وار د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو لپاره چمتووالی ښودلی، خو هر ځل یې د پیلېدو لپاره هڅې بې‌پایلې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام