Asset 1SWN

سوریه: امریکا دې ژر تر ژره له دغه هېواد څخه ووځي

GettyImages-1179218745

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې له ترهګرو او بېلتون غوښتونکو څخه له خپل ملاتړه لاس په سر شي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد له امریکا غواړي چې د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو ډلو ملاتړ پرېږدي او له سوریې څخه دې ژر تر ژره ووځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د ویناپاڼې پر بنسټ، امریکايي ځواکونه چې یاد هېواد کې په ناقانونه توګه حضور لري، په وروستیو اوونیو کې یې له دغه هېواده د نفتو صادراتو ته دوام ورکړی دی.

په ورته مهال په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې امریکا دې د سوریې خلکو ته د اوښتو زیانونو غرامت هم ورکړي.

په ویناپاڼه کې راغلي: «سوریه همداراز د امریکا له متحده ایالاتو غواړي چې له ترهګرو او بېلتون غوښتونکو ډلو خپل ملاتړ پرېږدي او ژر تر ژره د سوریې له اشغال شویو سیمو ووځي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

څه باندې یوه لسیزه کېږي چې سوریه کې کورنۍ جګړه روانه ده او دغه هېواد د امریکا، روسیې او ایران د جګړې پر ډګر بدل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام