په ترکیه او سوریه کې د شوې زلزله امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۵۰۰۰ کسانو اوښتی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، تراوسه په ترکیه کې ۳۹۶۷۲ او سوریه کې ۵۸۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ورته مهال ترکیه کې د شوې نږدې دوه اوونۍ مخکې زلزلې له امله د ټپیانو شمېر بیا له ۱۰۰زره کسانو اوښتی دی.
د ورکړل شویو راپورونو پر بنسټ، د زلزلې په یوولس ورځ هم د ژغورونکو ډلو لهخوا د وجاړو شویو ودانیو لاندې د ایسارو ژوندي کسانو د رااېستلو هڅې روانې دي.
ژغورندیانو نن د ترکیې په هاتای ښار کې د یوه ۴۵ کلن کس سربېره دوه نور کسان هم له ۲۷۲ ساعتونو «۱۳ ورځې» وروسته له خاورو لاندې ژوندی رااېستلی دی. تېره ورځ هم د ترکیې په ځینو ښارونو کې د ویجاړو شویو ودانیو لاندې ژوندي کسان رااېستل شوي وو.

په ورته مهال د ترکیې ګاونډ سوریه کې چې تراوسه په کې د شوې زلزلې له کبله نږدې ۶۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د ملګروملتونو د مرستو رسولو لړۍ روانه ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د روانې فبرورۍ میاشتې له ۹مې نېټې راهیسې د ترکیې له لارې د سوریې زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه د ملګروملتونو له مرستو بار ۱۷۸ لارۍ دغه هېواد ته رسېدلې دي.