Asset 1SWN

ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۶۰۰۰ واوښت

WhatsApp-Image-2023-02-13-at-14.35.31

ترکیه او سوریه کې د شوې زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۶۰۰۰ اوښتی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، لا هم تر  ویجاړو شویو ودانیو لاندې د ژوندي کسانو د لټون هڅې روانې دي.

د ترکیې د ناورین او بېړنیو حالاتو ادارې ویلي چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې ورځې زلزلې له امله دغه هېواد کې ۳۱۶۴۳ کسان مړه او ۸۰۲۷۸ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د شوې زلزله امله نږدې څلور زره کسان مړه شوي او څه باندې دوه زره کسان ټپیان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ختیځې مدیترانې سیمې د بېړنیو حالاتو مشر ریچارډ برینان ویلي، دغه شمېرې یوازې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې دي او په وینا یې، د مړینې شمېرې ښايي لوړې شي.

په ورته مهال د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نږدې لس زره بهرني ژغورندویان له محلي ژغورنو ډلو سره یو ځای د هغو کسانو پر ژغورنه بوخت دي چې تر خاورو لاندې ژوندي پاتې دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، که څه هم د هرې ورځې په تېرېدو سره تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې د پاتې ژوندي کسانو د رااېستلو هیلې په کمېدو دي، خو چارواکي وايي چې د لټون عملیاتو ته به دوام ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، نن هم د ترکیې په غازي عنتاب ولایت کې یوه ۴۰ کلنه مېرمن له ۱۷۰ ساعتونو وروسته له ویجاړې شوې ودانۍ ژوندي رااېستل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام