Asset 1SWN

ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۵۴۰۰۰ واوښت

08quake-ledeall-tgqz-superJumbo

د ترکیې او سوریې په بېلابېلو ښارونو کې د تېرې میاشتې مرګونې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر څه باندې ۵۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو له قوله ویلي چې دغه هېواد کې د شوې زلزلې له کبله تراوسه ۴۸۴۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر پرون دوشنبه د کب ۲۲مه په ځپل شوي مالاتای ولایت کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته ویلي چې زلزله کې ۶۶۶۰ بهرني وګړي هم مړه شوي چې ډېری یې د سوریې وګړي دي.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، په ترکیه او سوریه کې په ټولییزه توګه د مړو شویو کسانو شمېر له ۵۴۰۰۰ کسانو څخه اوښتی دی. څه باندې ۱۱۵۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د ترکیې حکومت لا له وړاندې د زلزلې له امله بې‌ځایه شویو ته د کانټینري ښارونو د جوړولو هڅې پیل کړي چې په ترڅ کې به یې بې‌ځایه شوې کورنۍ خیمې پرېږدي او دایمي کورونو کې به ورته د ژوند اسانتیاوې برابره شي.

په ورته مهال د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، حکومت پلان لري چې اغېزمنو سیمو کې ۲۳۹ سایټونه کې ۱۱۵۵۸۵ کانټینرو څخه ښارونه جوړ کړي.

د نوموړي په وینا، تراوسه یې ۲۳ ځایونه جوړ کړي چې ۲۱۰۰۰ کانټینرونو کې ۸۵زره کسان اوسېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې قطر اعلان کړی چې دغه هېواد به شاوخوا ۱۰۰۰۰ هغه کانټینر چې د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام پر مهال د سېلانیانو لپاره دغه هېواد کې جوړ شوي وو، د ترکیې زلزله‌ ځپلو ته ولېږدوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام