Asset 1SWN

ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۹۰۰۰ واوښت

Turkey-Syria-Earthquake-Death-Toll-Surpasses-20000-020923-1-0af853e608664ec19e4d0d7b365411a2

په ترکیه او سوریه کې د تېرې اوونۍ د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۹۰۰۰ اوښتی دی. ۲۴۶۱۷ کسان په ترکیه او ۴۵۰۰ کسان سوریه کې د زلزلې له امله مړه شوي دي.

د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای رسنیو ته ویلي چې په زلزله کې تراوسه ۸۰۲۷۸ کسان ټپیان شوي او په وینا یې، د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړه چې دې زلزله کې ۱۲۱۴۱ کورونه نړېدلي او له ځپل شویو سیمو څخه تر دا مهال ۱۱۱۵۰۰ کسان تخلیه شوي دي.

په ورته مهال ملګري ملتونه وايي، ښايي په سوریه کې تر ۵،۳ میلیونه کسان له زلزلې وروسته بې کوره شي. دغه سازمان اندېښنه ښودلې چې ترکیه او سوریه کې د شوې زلزلې له کبله نږدې ۹۰۰زره کسان ګرمو خوړو او بېړنیو مرسته ته اړتیا لري.

په دواړو زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې ډلو عملیات روان دي او لا هم تر خاورو لاندې د ژوندي کسانو د رااېستلو هیلې ژوندۍ دي.

د راپورونو له مخې، نن هم له ۱۵۱ ساعتونو وروسته یوه کوچنۍ نجلۍ له خاورو لاندې ژوندی را اېستل شوې او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د سوریې حکومت دغه هېواد کې زلزله‌ ځپلو سره د مرستې لپاره د نړیوالو بنسټونو مرستو ته اجازه ورکړې ده. ترکیې هم ویلي چې سوریې ته د مرستو رسېدو لپاره دوه نورې لارې هم پرانیزي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام