د وروستیو خپرو شویو رسمي شمېرو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ زره او ۱۶۵ کسانو ته رسېدلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اناتولي خبري اژانس نن شنبه، سهار خبر ورکړی چې په ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۲۰ زره او ۶۶۵ کسانو ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس بیا لیکلي چې په سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۵۰۰ څخه اوښتی دی.
د یادونې ده چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې ورځ، سهار وختي د ۷،۸ رېشتر درجې دوو زلزلو د ترکیې او سوریې پولې ته نږدې سیمې ولړزولې چې د دغو هېوادونو اوسېدونکو ته یې سخته مرګژوبله او مالي زیانونه واړول.