د ترکیې په سوېل او د سوریې په شمال کې د دوشنبې ورځې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۱۰۰۰ اوښتی دی.
د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای دغه هېواد کې د زلزلې له امله د مړو شویو او ټپیانو وروستۍ شمېرې له رسنیو سره شریکې کړې.
فواد اوکتای وویل چې تراوسه دغه هېواد کې ۱۸۳۴۲ کسانو په زلزله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴۲۴۲ کسانو هم ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د ترکیې ګاونډ سوریه کې بیا د دې زلزله امله کبله ۳۳۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سوریه چې نږدې یوه لسیزه د جګړې په اور کې سوځوي، د زلزلې له امله ځپل شویو سیمو ته د مرستو پر نه لېږد نیوکې ډېرې شوې دي.
د نوموړي په وینا، دا مهال ترکیه کې نږدې ۳۰۰۰۰ ژغورندویان ځپل شویو سیمو کې تر خاورو لاندې د ایسارو ژوندي کسانو د ژغورنې پر عملیاتو بوخت دي.
ژغورونکې ډلې لا هم د ویجاړو او ورانو ودانیو لاندې د ایسارو کسانو د ژغورنې په لټه کې دي. د ژغورونکو د هڅو په پایله کې نن هم یوشمېر کسان له خاورو ژوندي رااېستل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وېره ښودلې چې د ورانو ودانیو تر خاورو لاندې ژوندي کسان به د مرستې نه رسېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بلخوا د یوشمېر رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګروملتونو له مرستو بار شپږ لارۍ د ترکیې له لارې سوریې ته رسېدلې دي. دا سوریې ته لومړنۍ نړیواله مرسته ده چې دغه هېواد ته رسېږي.