د ترکیې په زلزله کې ۲۰۰ افغانان مړه شوي

په ترکیه کې د افغانستان سفارت ویلي چې دغه هېواد کې د شوې زلزلې له امله ۲۰۰ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. افغان سفارت د ترکیې له حکومت او بشري بنسټونو غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي. د روانې سلواغې میاشتې په ۱۷مه د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترکیې او سوریې د سرحدي سیمو ډېره برخه ولړزوله.

ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۲۱۰۰۰ اوښتی

ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۱۰۰۰ اوښتی دی. د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای دغه هېواد کې د زلزلې له امله د مړو شویو او ټپیانو وروستۍ شمېرې له رسنیو سره شریکې کړې. فواد اوکتای ویلي، تراوسه دغه هېواد کې ۱۸۳۴۲ کسانو په زلزله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴۲۴۲ کسان هم ټپیان شوي دي.