Asset 1SWN

نن سوېلي افریقا کې ښځینه کرېکټ نړیوال جام پیلېږي

WC-T20-Womens

ټاکل شوې چې د ښځو د کرېکټ شل اووره نړیوال جام لوبې نن جمعه د سلواغې ۲۱مه په سوېلي افریقا کې پیل شي.

د ښځینه کرېکټ په دغه نړیوال جام کې د کرېکټ نړیوالې شورا د لس بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو لوبډلې برخه لري چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په الف ګروپ کې اسټرالیا، بنګله‌دېش، نیوزیلنډ، سویلي افریقا او سریلانکا او ب ډله کې بیا انګلینډ، هندوستان، ایرلنډ، پاکستان او ویسټ اینډیز سره مخ دي.

د یاد نړیوال جام پرانېسته لوبه به د کوربه سوېلي افریقا او سریلانکا لوبډلو ترمنځ وشي او د مې تر ۲۶مې به دوام وکړي چې په ټولییزه توګه به په‌کې ۲۳ لوبې وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د اسټرالیا ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې پنځه ځله د نړیوال جام اتلولي ترلاسه کړې چې ورسره انګلستان او وېسټ انډیز هم یو یو ځل د دې جام پر ګټلو بریالي شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام