Asset 1SWN

د هند او اسټرالیا ترمنځ ټسټ لوبه؛ روهیت شرما سلیزه وکړه

354113

د هند او اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټسټ لوبې پر دویمه ورځ د هند لوبډلمشر روهیت شرما په ټسټ لوبو کې د خپلې لوبډلمشرۍ لومړۍ سلیزه ترلاسه کړه.

اسټرالیا چې د روانې ټسټ سیالۍ په لومړي ورځ په ۱۷۷ منډو سوځېدلې وه، د دویمې ورځې پیل کې یې خپلې توپ‌اچوونې سره هندۍ لوبډله له ستونزو سره مخ کړه، خو روهیت شرما او جاډېجا ښکلې ملګرتیا وکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هند دا مهال خپله توپوهنه کوي او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۱۰ منډې جوړې کړې دي. رفنډرا جاډېجا ناسوځېدلې ۶۰ او اکشر پټېل بیا ناسوځېدلې ۴۸ منډې کړې دي.

روهیت شرما چې پرون او نن ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، بریالی شو چې د خپلې لوبډلمشرۍ لومړۍ سلیزه ترلاسه کړي. نوموړي په ۲۱۲ توپونو ۱۲۰ منډې جوړې کړې.

هند اوس د روانې ټسټ لوبو په دویمه ورځ له اسټرالیا څخه ۱۳۴ منډې مخکې دی.

روهیت شرما چې تر ډېره په وروستیو کې ښه نه ځلید له امله یې پر نوموړي نیوکې زیاتې شوې وې، خو د هند په کوربه‌توب د سریلانکا او نیوزیلنډ پر وړاندې لوبو کې بېرته خپل فام ته ستون شوی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې رفنډرا جاډېجا چې له ډېره وخته د ټپ له کبله له ملي لوبډلې لرو، په لومړي ځل یې روانه سیالي لوبه وکړه او په توپ‌اچوونه کې د اسټرالیا پنځه لوبغاړي وسوځول. اشون بیا توپ‌‌‌اچوونه کې  درې وېکټې ترلاسه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام