Asset 1SWN

سلام وطندار

د هند او بنګلدېش ټسټ لوبه؛ هندۍ لوبډله برلاسې ښکاري

350942

د هند او بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ وروسته لومړۍ ټسټ لوبه کې هندۍ لوبډله په ښه دریځ کې ده او پر بنګلدېشۍ لوبډلې برلاسې ښکاري.

د هند د کرېکټ ملی لوبډلې په یاده ټسټ لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۴۰۴ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هند لپاره  جېټېشور پوجارا ۹۰، شریاس اییر ۸۶ او راوي‌چندران اشوېن ۵۸ منډې وکړې. د بنګلدېش لوبډلې په خپله لومړۍ توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

هند نن د ټسټ لوبې په درېیمه ورځ د بنګلدېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو خپله دویمه توپوهنه پیل کړې ده. هند اوس ۲۵۸ منډې مخکې دی.

د هند لپاره په توپ اچوونه کې بیا کلډیپ یاډوف پنځه او محمد سراج درې بنګلدېشي لوبغاړي وسوځول. د بنګلدېش لپاره هم توپ اچوونه کې تایجول اسلام او مهدي حسن معراج د هندۍ لوبډلې څلور څلور لوبغاړي وسوځول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له روانې ټسټ لوبې وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه ټسټ سیالي هم د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه د یاد هېواد میرپور کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام