Asset 1SWN

منګل زلمي لوبډلې د میدان‌وردګ د کرېکټ انټرکلب سیالیو اتلولي وګټله

FB_IMG_1689665208178

د میدان‌وردګ د کرېکټ امریت چارواکي وایي چې دغه ولایت کې د انټرکلب کرېکټ پیل شویو رسمي سیالیو اتلولي د منګل زلمي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د میدان‌وردګ د کرېکټ امریت له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې د کرېکټ بورډ له‌خوا د اتلس رسمي کلبونو  څخه د اتلس لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو سیالیو کې دویم مقام د میدان‌وردګ د کرېکټ اتفاق لوبډلې خپل کړی او لومړي او دویم مقام لوبډلو ته ډالې هم وېشل شوې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د انټرکلب رسمي سیالیو موخه د ولایت په کچه کرېکټ لوبې ته وده ورکول او د ولایتي لوبډلو لپاره د غوره لوبغاړو غوراوی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې دغه سیالۍ د میدان‌وردګ په ګاونډ لوګر کې هم تېره اوونۍ جوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام