Asset 1SWN

چینايي پانګوال میدان‌وردګ کې د ۲۵۰زره ډالرو په ارزښت کارخونه جوړوي

IMG-20230614-WA0002

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ پرون سه‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه میدان‌ښار کې له یوشمېر چینایي پانګوالو سره کتلي دي.

د میدان‌وردګ ولایت مقام له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې چینایي پانګوالو ژمنه کړې چې د یاد ولایت په صنعتي پارک کې به د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د لوښو مېنځلو، سیمي جالیو او د ماشومانو لپاره د پمپرو تولید کارخونه جوړه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، چینایان میدان‌وردګ کې پانګونې ته لېوالتیا لري او په پام کې ده چې د دغه ولایت صنعتي پارک لپاره د برښنا سېسټم هم جوړ کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ چینایي پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې د میدان‌وردګ ولایتي اداره به ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، هڅه روانه ده چې د هېواد یوشمېر نور افغان پانګوال هم میدان‌وردګ ولایت ته د پانګونې لپاره وهڅوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام