Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

received_151591534441479

د میدان‌ورګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي، پرون سه‌شنبه د غبرګولي دویمه د سختو اورښتونو امله د دغه ولایت یوشمېر سیمو کې سېلابونه راوتلي چې د هستوګنیزو کورونو سربېره یې کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه اړولي دي.

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته ویلي، د اورښتونو له کبله د دغه ولایت په مرکز او جلریز ولسوالي کې د هستوګنې ۳۰ کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۲۰۰جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز ویلي چې پرونیو سېلابونو په نرخ، سیداباد، دای‌میرداد او جغتو ولسوالیو کی هم زیانونه اړولي، خو تراوسه یې د زیانونو کره معلومات نه دي راټول شوي.

پرون سه‌شنبه غور کې هم د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي و چې پر مهال یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس (د غبرګولي دویمه، د سه‌شنبې ورځ) سلام‌وطندار ته ویلي و چې د فېروزکوه ښار د «مدرسې» سیمه کې د راغلیو سېلابونو له کبله درې ښځې او یوه کوچنۍ نجلۍ مړه شوې او یوه بله ښځه هم ورکه ده.

د نوموړي په وینا، د فېروزکوه تر څنګ، د غور د پسابند ولسوالي په کاکړي سیمه کې هم سېلاب راوتلی چې له کبله یې یو نارینه او یوه ښځه مړه شوي او لسګونه استوګنیز کورونه یې زیانمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فېروزکوه ښار د مدرسې سیمې یوه اوسېدونکی امان‌الله هم وايي چې په یاده سیمه کې د سېلاب راوتلو له کبله له ۲۰ ډېر استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام