میدان‌وردګ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د میدان‌ورګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي، پرون سه‌شنبه د سختو اورښتونو امله د دغه ولایت یوشمېر سیمو کې سېلابونه راوتلي چې د هستوګنیزو کورونو سربېره یې کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه اړولي دي. پرون سه‌شنبه غور کې هم د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي و چې پر مهال یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کاپیسا کې د سېلابونو راوتو له امله د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې د وروستیو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال دوه کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

مسوولان زیاتوي چې په دې سېلابونو کې لسګونه کورونه نړېدلي او سلګونه کرنیزې ځمکې له‌منځه تللي دي.

لوګر کې سېلابونه؛ درې ښځې مړې شوي

د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال درې ښځې مړې شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د یاد ولایت د والي ویاند عمر منصور سلام‌وطندار ته ویلي، د شویو اورښتونو له کبله په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي. د عمر منصور په وینا، په څرخ ولسوالي کې د راوتلو سېلابونو له کبله درې ښځې مړې شوې دي.

روزګان کې سېلابونو درې کسان مړه کړي او دوه لادرکه دي

د روزګان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګېزاب او مرکز ترینکوټ کې د شویو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله درې کسان مړه شوي او دوه نور لادرکه دي. بل‌خوا د ترینکوټ ښار اوسېدونکي وايي، په تالاني سیمه کې هم د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته زیانونه اړولي دي.

دایکندي کې د سېلابونو راوتلو له امله یوه نجلۍ مړه شوې

په دایکندي کې محلي سرچینې او رسنۍ وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې په مرکز او شهرستان، میرامور او خدیر ولسوالیو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یوه نجلۍ مړه شوې او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولې دي. د دایکندي د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، د دغه کلي اوسېدونکو د یادې ۱۱کلنې نجلۍ جسد نن له خټو رایستلی دی.

روزګان کې سېلابونو دوه کسان مړه کړي

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼ سېلابونه راوتلي چې پرمهال دوه کسان مړه شوي او ګڼ‌شمېر خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د مسوولانو په وینا، سېلابونه د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ او یو‌شمېر ولسوالیو کې راوتلې دي. په همدې حال کې د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي د روزګان له محلي ادارې او مرستندویه بنسټونو  د مرستو غوښتنه کوي.

په لسو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۳ کسان مړه او ۲۰ ټپیان شوي

په تېره شوه شپه او ورځ کې په میدان وردګ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، پروان، لوګر، کونړ، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له ځاني زیان سربېره یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵میلیونه ډالر مرسته وکړه

د اسیا پراختیايي بانک پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میلیونه ډالرو د مالي مرستو کڅوړه تایید کړې ده. دغه مرستې به په هېواد کې د خوړو امنیت، د روغتیا او ښوونې بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ولګول شي.

المان ترکیې ته: د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره طالبانو سره همکاري وکړئ

دویچه‌وله راپور ورکړی چې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل پرون ترکیې ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتنه کړې چې ترکیې کې د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره باید له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له دوی سره همکاري کړي.

د حکومت له سقوط راهیسې کندوز کې ۱۵ رسنیو خپل فعالیتونه درولي

کندوز کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې له ۲۰ زیاتې تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، له پنځو رسنیو پرته پاتې ۱۵رسنۍ د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

غور ولایت کې ۹۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي احسان‌الله دغه ولایت کې د ۹۱ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وايي، ګڼ‌شمېر دغه مرکزونه د بودیجې نه‌شتون له امله اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.