Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو د تېرو کلونو مالي جریمې وبښلې

FkzBVO4WYAESKbk

د ریاست‌الوزرا اداري او دویم مرستیال عبدالسلام حنفي نن یکشنبه د مرغومې څلورمه کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د سوداګرو او پانګوالو د تېرو کلونو د مالیاتي سرغړونو جریمې د دوی د هڅونې او د هېواد اقتصادي پرمختګ په موخه بښل شوي دي.

عبدالسلام حنفي چې نن ارګ کې د «مالي جریمو معافیت د صنعت او سوداګرۍ ملاتړ» په نوم غونډه کې خبرې کولې له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې خپلې مالیې پر ټاکلي وخت ادا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو د تېرو کلونو مالیاتي سرغړونو جریمې بښلي او له دې وروسته که څوک مالیاتي جریمې ورنه کړي، له قانوني چلن سره به مخ شي.»

بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند له اسلامي امارت څخه غواړي چې د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه دوه اړخیزه کمېسیون رامنځته کړي.

نوموړي وویل: «د ولایتونو د سوداګرو کارونه باید په خپلو ولایتونو کې حل شي، خو د یوه کوچني کار لپاره مرکز ته راغوښتل کېږي او سرګردانه وي، موږ له اسلامي امارت غواړو چې د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو حل په موخه دوه اړخیز کمېسیون رامنځته کړي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان د مالیاتي سرغړونو جریمې په بښلو سره وايي، دا کار د اقتصادي پرمختګ او د پانګوالو د هڅونې سره مرسته کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وویل: «د سوداګرو او پانګولو د مالیاتي سرغړونو بښل نېک اقدام دی او باید دا چاره دایمي نه‌شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو عمومي ریاست له سوداګرو او پانګوالو څخه غوښتي، هغه کسان چې د تېر یوه کال پر مهال یې د مالیاتي سرغړونو جریمه مالیې وزارت ته ورکړې، بېرته دې ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام