په هېواد کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته او د اسلامي امارت په راتګ سره ګن‌شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نورو کسانو ترڅنګ په پکتیا کې د معلولینو او د هغو امنیتي سرتیرو کورنۍ چې د تېر نظام په ملاتړ یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل اولادونه له لاسه ورکړي، له اقتصادي ستونزو څخه کړېږي.

دوی وايي، د تېرو شپږو مياشتو معاش یې نه دی ترلاسه کړی او اوسني نظام څخه غواړي چې حقوق یې د پخوا په څېر ورکړي. د هغوی په وینا، ځینې معلولين او د شهيدانو کورنۍ بل سرپرست نه‌ لري او يوازې یې په همدې معاش ګزاره کوله چې هغه هم پرې بند شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د معلولينو د ټولنې مشر عبدالغفور وايي، په دغه ولایت کې معلولین له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوي چې له دوی سره مرستې وکړي او اقتصادي ستونزې یې راکمې کړي.

د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ سرپرست رئيس خالقيار احمدزی وايي، شاوخوا ۱۰ زره معلولين او د شهيدانو کورنۍ پخواني نظام راجستر کړي چې په وينا يې، دغه پروسه له درغليو ډکه وه.

هغه زیاتوي چې د ټولو معلولينو او د شهيدانو د کورنیو تازه ارزونه کوي او له کوم توپير پرته به يتيمانو او معلولينو ته حقوق ورکړي.

هغه وویل: «شاوخو لس زره کسان د پکتيا په کچه راجستر شوي و، د راجستر شويو کسانو ليست به کتل کېږي ارزول کېږي به، هغه کسان چې په جګړو کې معلول شوي دي، د بدن غړي له لاسه ورکړي، هغه به په ګوته کېږي، خپل اصطکاق به تر لاسه کوي. د ايتميانو په برخه کې به يادونه درته وکړم، چې هغوی ته هم خپله برخه ورکول کېږي.»

د نوموړي په وینا، ډېری کسانو پخوا د معلولينو په نوم کتابچې جوړې کړي چې له سره به د دوی ټولو ارزونه وشي او حقونه به یې له کوم توپير پرته، ټولو يتیمانو او معلولينو ته ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تېرو پنځو لسيزو کې د بهرنيو هېوادونو د يرغل ترڅنګ، کورني جنګ هم په زرګونه خلک معلول او زياتې کورنۍ بې سرپرسته کړي چې دا مهال په ډېرو ولايتونو کې له کړاونو او ستونزو ډک ژوند تېروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام