د هلمند مرکز لښکرګاه کې دغه کارخونه چې نن یې د شاوخوا ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په کار پیل وکړ، ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۶۰ ټنه پنبه دانې د پروسس وړتیا لري.
د دغې خصوصي کارخونې مسوول غلاممحمد وايي، سلو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې او مارکیټ ته به خاص مالوچ، صابون، غوړي او کنجاره وړاندې کړي.
هغه وویل: «۷۲ میلیونو افغانۍ مو پانګه اوچونه کړې، شاوخوا سل کار کونکي به کار راسره وکړي او دا فابریکه په ۲۴ ساعته کي ۶۰ ټنه خام مواد پروسس کولی شي.»
په ورته وخت کې یوشمېر هغه کسان چې دغه کارخونه کې ورته د کار زمینه برابره شوې وايي، نور اړ نه دي چې کار او مزدورۍ پسې نورو هېوادونو ته لاړ شي.
د دغې کارخونې کارکوونکي نصیر احمد وویل: « دلته زه یوازي نه یم دلته زما سره ډېر نور ملګري هم کار اوس دفابریکې پیل دی دا به نورو خلکو ته هم کار پکې پیدا شي زما نورو تجارانو څخه هم هیله ده چي دغه ډول فابریکې جوړي کړي »
په همدې حال کې د هلمند د صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالولي هاشمي وايي، د کاري فرصتونو لپاره یې پراخي هڅي پیل کړي، ترڅو د صنعتي ودې او کاري فرصتونو په موخه دغه ولایت کې په کور دننه او بهر میشتي افغان سوداګر په لویه کچه پانګونې وکړي .
هغه وویل: «موږ د دغه ولایت د یوشمېر ملي سوداګرو سره خبري پیل کړي ترڅو په غه ولایت کې هغه صنعتي ښار ګوټي چې جوړشوي هلته پاګونه وکړي او خلکو ته کار پیداشي او د دې ترڅنګ مو بهر میشتو افغان سوداګرو ته هم پیغام دا دی ترڅو په هلمند او هیواد کي پانګوني وکړي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هلمند کې د مالوچو د پروسس دغه کارخونه داسې مهال فعالیت پیلوي، چې ډېری پانګوال هېواد کې د امنیت نهشتون ترڅنګ، د برښنا کمښت او نور لاملونه د خپلې پانګونې پر وړاندې ستر خنډ بولي، خو حکومتي چارواکو تل دې برخه کې د ستونزو د هواري ډاډ ورکړی دی.