د نویو افغانیو لومړۍ جوپه کابل ته را رسېدلې

باختر دولتي اژانس د افغانستان بانک د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې د تازه چاپ شویو افغانیو لومړۍ الوتکه نن د کابل هوايي ډګر ته را رسېدلې ده.
د افغانستان بانک د روان کال د تلې میاشتې په دېرشمه ویلي و چې د افغانیو چاپېدو په برخه کې یې څه‌‌ناڅه پرمختګ کړی او ډېر ژر به نوې افغانۍ کابل ته را ولېږدول شي. د راپورونو پر بنسټ، دا پیسې په پولنډ کې چاپ شوې دي.

افغانستان د اقلیمي بدلون نړیوالې غونډې ته نه‌دی بلل شوی

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون ۲۷مه سرمشريزه غونډه د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د مصر په شرم‌الشیخ کې پیل شوه، څو په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له اړخه پر پېښو ګواښونو بحث وکړي، خو افغانستان د ناڅرګند سیاسي وضعیت له کبله دې غونډې ته نه‌دی بلل شوی.

هلمند کې د مالوچو یوې کارخونې په ۷۲ میلیونه افغانیو پانګونې فعالیت پیل کړ

د هلمند مرکز لښکرګاه کې دغه کارخونه چې نن یې د شاوخوا ۷۲ میلیونه افغانیو په پانګونې فعالیت پیل کړ، په ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۶۰ ټنه د مالوچو دانو د پراسېس وړتیا لري. د دې خصوصي کارخونې مسوول غلام‌محمد وايي، سلو کسانو ته یې د کار اسانتیا برابره کړې او مارکیټ ته به ځانګړي مالوچ، صابون، غوړي او کونجاړه وړاندې کړي.

اروپايي ټولنه افغانستان سره ۵۰ میلیونه یورو مرسته کوي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره له اروپايي ټولنې ۵۰ میلیونه یورو ترلاسه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام نن چهارشنبه د لړم ۱۸مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانان له تېر یوه کال راهیسې  له کمسارو اقتصادي ستونزو او د چاپېریال له امله له طبیعي پېښو سره مخ  دي او له یوه سخت ژمي سره مخ دي.