Asset 1SWN

نیوزیلنډ او پاکستان نن د نړیوال جام نیمه پایلوبه کې لوبېږي

uxf0n6q38gf1dxee_1665671100

د اسټرالیا په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډله له نیوزیلنډ سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې د اسټرالیا په سډني لوبغالي کې پیل شي. د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په دغه نړیوال جام کې تر دې مهاله ښې لوبې کړې او یوازې یوه لوبه بایللې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا پاکستان بیا په خپل ګروپ کې پنځه لوبې وکړې چې درې یې وګټلې او دوه یې وبایللې، خو د نیدرلنډ لوبډلې له لوري سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره پاکستان نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیوزیلنډ او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په وروستیو شویو پنځو لوبو کې نیوزیلنډ یوازې یو ځل پاکستان ته ماته ورکړې، خو د نن ورځې سیالي به د دواړو لوبډلو لپاره له فشاره ډکه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام