Asset 1SWN

د کرېکټ نړیوال جام؛ انګلستان نیمه پایلوبې ته ووت

348835

د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره له نیوزیلنډ وروسته نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړه.

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۱ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۱۴۲ منډو هدف ورکړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې د وروستي اوور په څلورم بال ترلاسه کړ او د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د نړیوال جام د سوپر ۱۲ پړاو له الف ګروپ څخه نیوزیلنډ، انګلستان او سریلانکا اووه‌-اووه امتیازونه ترلاسه کړل، خو نیوزیلنډ او انګلستان د غوره رنز رېټ له کبله نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سبا به د یادو سیالیو له دویم ګروپ څخه سوېلي افریقا د نیدرلنډ، پاکستان د بنګلدېش او هند د زمبابوې پر وړاندې لوبې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام