د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن د پاکستان لوبډله بریالۍ شوه چې د ۳۳ منډو په توپیر سوېلي افریقا ته ماته ورکړي.
یاده لوبه کې پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سوېلي افریقا ته د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه.
خو یاد هدف د باران له امله ۱۴۲ منډو او اورونه ۱۴ ته راښکته شول. د سوېلي افریقا لوبډلې په ۱۴ اورونو کې یوازې ۱۰۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۳۳ منډو په توپیر پاکستان ته وبایلله.
پاکستان په دې بریا سره د جدول درېیم ځای ته پورته شو، خو سوېلي افریقا له ماتې سربېره لا هم له هند وروسته په دویم ځای کې شتون لري.
که څه هم په دغه لوبه کې د پاکستان د توپوهنې پیل ښه نه و، خو وروستیو کې د شاداب خان او افتخار احمد نیمه سلیزو پاکستان د بریا دریځ ته نږدې کړ.
شاداب خان دې لوبه کې د پاکستان لپاره ۵۲ او افتخار احمد ۵۱ منډې جوړې کړې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
سبا به د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان له اسټرالیا او نیوزیلنډ له ایرلنډ لوبډلې سره لوبه وکړي.