کابل کې د معترضانو نیول کېدل؛ مجاهد: بهرنۍ کړۍ د معترضو ښځو تر شا دي

د تېرې پنجشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د اسلامي امارت ځواکونو په‎ کابل کې یوه معترضه ظریفه یعقوبي له څلور نورو هلکانو سره هغه مهال نیولې چې غوښتل یې په یوه خبري غونډه کې ګډون وکړي. سره له دې چې د هغوی له نیول کېدو درې ورځې تېرېږي، خو لا یې هم د وضعیت په اړه معلومات نشته.

د سره صلیب نړیواله کمېټه: افغانان د ورځې «۱۰۰ افغانۍ» نشي پیدا کولای

د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، هغه کسان چې اوس افغانستان کې دندي لري، د ورځې له ۱۰۰ افغانیو څخه ډېر عاید نه شي پیدا کولای. په همدې حال کابل کې ځینې بې‌وزله کسان وايي چې کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري او ډېری وختونه د خوړو د نشتون له امله ورځې او شپې په لوږه تېروي.

لغمان کې ټرافیکي پېښه؛ اووه کسان مړه او درې ټپیان شوي

د لغمان د والي ویاند سلامت خان بلال وايي چې د دغه ولایت په دولت‌شاه ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي چې پېښه نن سهار اته بجې د دې ولایت په دولت‌شاه ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې موټر کې سپاره کسان يوه ځايي روغتیايي کلینیک ته پر لاره وو.

د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ یو هراتی ځوان اول‌نومره شو

د ازموینو ملي اداره نن شنبه د لړم ۱۴مه د یو لړ مراسمو په لړ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې. د یادې ادارې د اعلان مخې، سږ کال له هرات ولایت څخه د سلیمان ولد غلام جیلاني په نوم یو زده‌کوونکی په ۳۵۵ نمرو د سږني کانکور عمومي اول نمره اعلان شوی دی.