Asset 1SWN

د سره صلیب نړیواله کمېټه: افغانان د ورځې «۱۰۰ افغانۍ» نشي پیدا کولای

im-535867

د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، هغه کسان چې اوس افغانستان کې دندې لري، د ورځې له ۱۰۰ افغانیو څخه ډېر عاید نه شي پیدا کولای.

یادې کمېټې زیاته کړې چې د ژمي په نږدې کېدو سره دغه هېواد کې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري او له ۲۴ میلیونو څخه ډېر کسان بېړنیو بشري‌ مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کابل کې ځینې بې‌وزله کسان وايي چې کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري او ډېری وختونه د خوړو د نشتون له امله ورځې او شپې په لوږه تېروي.

د کابل یو اوسېدونکی یارمحمد چې د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور پر غاړه ده وايي، په کرايي کور کې ژوند کوي او د بې‌وزلۍ له امله ډېری شپې په لوړه ویده شوې دي.

د دې ترڅنګ د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي دغه ښار کې له وزګارتیا څخه شکایت کوي. دوی زیاتوي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ډېری خلک وزګاره شوي او خپلې دندې یې له لاسه ورکړي دي.

علي‌احمد سلطاني چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې یې په یوه شرکت کې دنده درلوده چې د یاد شرکت په تړل‌کېدو سره اوس وزګاره شوی دی.

نوموړی له اسلامي امارت غواړي چې هېواد کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. په ورته وخت کې د اسلامي امارت مسوولان په ټول هېواد کې د لوږې د مخنیوي لپاره ډاډ ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: «د خوراکي توکو د بیو ثابت ساتلو او د سوداګریزو بازارونو د پرانېستلو له امله هېواد کې لوږه نه‌راځي او اسلامي امارت هڅه کوي چې د لوږې او بې‌وزلۍ کمېدو په موخه یو لړ پروګرامونه پلي کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په وینا، افغانستان کي د بشري وضعیت خرابېدل د دې لامل شوي چې زرګونه افغانان د خوړو پیدا کولو په موخه خپلې مېنې پرېږدي او ښارونو ته مخه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام