د سره صلیب نړیواله کمېټه: افغانان د ورځې «۱۰۰ افغانۍ» نشي پیدا کولای
د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، هغه کسان چې اوس افغانستان کې دندي لري، د ورځې له ۱۰۰ افغانیو څخه ډېر عاید نه شي پیدا کولای. په همدې حال کابل کې ځینې بېوزله کسان وايي چې کافي خوړو ته لاسرسی نهلري او ډېری وختونه د خوړو د نشتون له امله ورځې او شپې په لوږه تېروي.