Asset 1SWN

له افغانستانه د پخواني شوروي د اېستلو ۳۵مه کلیزه؛ «افغانستان لا هم تلپاتې ثبات ته نه‌دی رسېدلی»

شوروي

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه ۳۵ کاله وړاندې د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۶مه نېټه د له څه کم لس کلن حضور وروسته له افغانستان څخه واېستل شول.

له ۱۳۵۸ کال وروسته په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو شتون د کلونو خونړیو جګړو لامل شو چې د معلوماتو له مخې، د دغو جګړو په پایله کې تر یو میلیون ډېر افغانان او د شوروي ۱۴ پوځیان ووژل شول او میلیونونه نور افغانان په‌کې ټپیان شول.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اوس له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو څخه ۳۵ کاله تېرېږي او تمه کېده چې هېواد کې به دايمي سياسي ثبات راشي، خو لا هم په هېواد کې دایمي سیاسي ثبات نه‌دی راغلی.

په ورته وخت کې د چارو یوشمېر کارپوهان وایي، د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت ناسم مدیریت او سیاسي کمزورتیا هغه لاملونه دي چې له امله یې په تېرو درېوو لسیزو کې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي ثبات نه‌دی راغلی.

د سیاسي چارو شنونکی ضیا حسیني سلام‌وطندار ته ویلي: «سیاسي خاموالی او د شرایطو او د نړۍ وضعیت نه درک هغه لاملونه او فکټورونه وو چې افغانستان یې د یوه باثباته سیاسي نظام لوري ته ونه رساوه. هیله‌ ده چې دا ځل به له تېرې ترخې او تاریخي تجربې څخه درس واخیستل شي.»

شنونکي وايي، افغانستان باید له نورو هېوادونو سره په اړیکو کې د هېواد د ګټو عملي کېدو ته لومړیتوب ورکړي. دوی ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید په هېواد کې د سیاسي اجماع جوړېدو او د کورني سیاسي ثبات د ټینګښت لپاره په بهرني سیاست کې د توازن او له نړۍ سره د تفاهم لاره غوره کړي. د افغان ملت د پیوستون بهیر مشر محمدزلمی افغانیار پوپل او د سیاسي چارو شنونکی عبدالشکور دادرس وايي:

«روسان نن هم وايي چې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو، دا سیاسي حماقت دی چې موږ احساس وکړو، هغه روسان چې زموږ پلرونو اېستلې وو، له خپلو سیاسي ګټو پرته زموږ لپاره کوم پلان ولري. یووالی او سیاسي اجماع په افغانستان کې د بحث اصلي موضوع ده او هیله لرم چې امارت اسلامي یې په پام کې ونیسي.»

«موږ باید نن په هېواد کې زده‌کړو ته لاره هواره کړو او له ټولې نړۍ سره باید اړیکې ولرو. د دې تر څنګ، د افغانانو ترمنځ باید د زه او ته خبره نه وي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته هغه ډلې چې د نورو افغانانو تر څنګ، د شورویانو پر وړاندې جنګېدل، سره جوړ او یوځای نه‌شول او همدا لامل و چې هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شوې او له کبله یې ګڼ‌شمېر افغانان ووژل شول، ټپیان، تري‌تم او یا هم معلول شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام