د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۲مې کلیزې په تړاو په جوړې شوې یوې غونډه کې وویل چې افغانستان تل په پوځي ډګر کې د نړۍ سترو قدرتونو ته ماته ورکړې، خو په سیاسي او اقتصادي برخه کې ناکام پاتې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، د نړۍ هر ستر ځواک چې پر افغانستان یرغل کړی له ماتې سره مخ شوی، خو د رهبرانو د بې اتفاقۍ له امله د هېواد د جوړېدو فرصتونه له لاسه تللي او پردیو ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لار هواره شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو جهاد ته په اشارې وویل چې افغانانو د نړۍ د هغه وخت ستر ځواک په ګونډو کړ، خو جهادي مشرانو د افغانانو د وینو درناوی ونهکړ او د څوکۍ او مقام په لټه کې شول.
شېرمحمد عباس ستانکزي زیاته کړه چې افغانان اوس هوښیار شوي، کورنۍ جګړه نه غواړي او کولای شي، خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معاون همداراز د امریکا ماته یوه ستره بریا وبلله او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت اوس د نړۍ ستر ځواب دی.
هغه یوځل بیا پر ځوانانو غږ وکړ چې هېواد کې پاتې شي او د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.
بلخوا د اسلامي امارت ویاند دفتر د مرغومې د ۶مې په اړه په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دوی هم له نورو هېوادونو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
په ورته مهال په دغه غونډه کې د اسلامي امارت یوه لوړپوړي چارواکي انس حقاني وویل چې افغانان باید له تېر څخه عبرت واخلي او پرې نهږدي چې واک یوځل بیا د پردیو لاس ته ولوېږي.
نوموړي د اسلامي امارت پر ځواکونو غږ وکړ چې له خلکو سره ښه چلن وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې د امارت او خلکو ترمنځ واټن رامنځ ته شي.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د چا شخصي نظام نه دی او ټول پهکې برابر حقونه لري چې د پايښت لپاره یې باید ګډې هڅې وشي.
شاوخوا ۴۲کاله وړاندې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ چې له نږدې لسو کلونو جګړې وروسته د یو میلیون شهیدانو او زرګونو نورو د معلولیت او ټپيکېدو په پایله کې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې ماته وخوړه.
اوس چې امریکا په افغانستان کې له خپل ۲۰ کلن حضور وروسته وتلې او اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، لا هم دغه هېواد په اقتصادي او سیاسي ستونزو کې راګېر دی چې له امله یې نړیوالو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې د یوه بشري ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.