د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې له افغانستان څخه د امریکا وتل او ماته د ۲۱ پېړۍ معجزه وه او پر دغه هېواد یې غږ وکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
له اسلامي امارت څخه د ملاتړ په موخه په جوړه شوې دغې غونډه کې ستانکزي وویل چې افغانستان له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د اقتصاد او سیاست پرمخ وړلو لپاره اړتیا ده چې له نړیوالې ټولنې او نورو هېوادونو سره اړیکې ولرو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
که څه هم نړۍوالې ټولنې او د نړۍ ګڼشمېر هېوادونو له اسلامي امارت څخه په وار وار د ښځو د زدهکړو او کار حقونو د ورکړې غوښتنه کړې او دا یې تر ډېره د اسلامي امارت په مشري د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره یو شرط ټاکل، خو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغه ملاتړغونډه کې وویل چې اسلامي امارت د ښځو د زدهکړو او کار کولو حقونو ته ژمن دی ښځې کولای شي، زدهکړې او کار وکړي.
ستانکزي زیاته کړه چې افغانان خپل دود او فرهنګ لري او د اسلامي اصولو او افغاني فرهنګ په خوندي چاپیریال کې به ښځو ته د زدهکړو او کار کولو زمینه برابروي.
نوموړي همداراز وویل چې د لوېدیځې نړۍ او نورو هېوادونو څخه راوړل شوی زدهکړیز چاپیریال د اسلامي اصولو او افغاني کلتور خلاف دی او دوی ته د منلو نه دی.
په ورته مهال شېرمحمد عباس ستانکزي همداراز پر ځوانانو غږ وکړ چې بهرنیو هېوادونو ته دې نه ځي او د هېواد په بیارغونې کې دې ونډه واخلي. هغه څرګنده کړه چې افغانستان په بهرنیو مرستو نه جوړېږي او افغانان خپله باید د هېواد د ځان بساینې لپاره لاس پهکار شي.
د ستانکزي په وینا، په افغانستان کې اوږده جګړه تېره شوې او د افغانانو ترمنځ ډېرې بېباورۍ شته چې د دغو بېباوریو له منځ وړل وخت ته اړتیا لري.