د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو له جګپوړو امنیتي مشرانو سره په یوه ویډیويي ناسته کې افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ترهګر ښايي په مستقیم ډول ګاونډي هېوادونه بې‌ثباته کړي. د نوموړي په وینا، اورپکي چې په سوریې او عراق کې د نظامي عملیاتو تجربه لري، اوس افغانستان ته روان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغان شنونکي هم وایې چې ترهګرې ډلې ښايي د افغانستان له اوسني وضعیت څخه ناوړه ګټه واخلي. د سیاسي چارو شنونکی محب‌الله شریف وایي، ترهګرې ډلې به د هېواد د ناڅرګند برخلیک او د اقتصادي بې‌ثباتۍ د دوام په صورت کې وزګار خلک د خپلو موخو لپاره وکاروي. د هغه په وینا، د افغانستان وضعیت ته په کتو داعش اوس یو جدي ګواښ دی.

د چارو ځینی نور شنونکي بیا باور لري چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په اوسنیو شرایطو کې نورو هېوادونو ته ګواښ نه شي پېښولای. د چارو شنونکی میربت‌خان منګل وایي، که روسیه له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د ترهګرو ډلو د تلو په اړه معلومات لري، خامخا یې تمویلوونکي هم پېژني او باید په ډاګه یې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون غړی جواد څارګر وایي، داعش او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې نشته او له منځه تللې دي. هغه وایي، په کومو سیمو کې چې داعش خوځښتونه لرل، وژل شوي یا هم بندیان شوي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د روسيې ترڅنګ، د سیمی یوشمېر نورو هېوادونو او امریکايي چارواکو هم په وار وار په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالېدو او احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې ښودلي، خو د اسلامي امارت چارواکو رد کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام