Asset 1SWN

د میدان وردګ د چک برښنا بند د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

FB_IMG_1667980657308

د میدان‌ وردګ د چک ولسوالي اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ولسوالي د اوبو بند د حکومت د نه پاملرنې له کبله له خاورو ډک شوی او اوبه یې هم خورا کمې شوې دي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي، د چک بند د برښنا له تولید سربېره د کرنیزو ځمکو لپاره کافي اوبه لرلې، خو اوس بند له خاورو ډک شوی او له کاره لوېدلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د چک برښنا بند کې اوبه او برښنا نشته او حکومت باید یاد بند بیا ورغوي، څو خلک له برښنا برخمن او دغه بند د نړېدو له ګواښ څخه وژغورل شي.

د چک ولسوالي اوسېدونکي احمدویس وردګ وویل: «د بند کاسه چې تاسې ګوری ۸۵ سلنه له رسوباتو ډکه ده، ۱۵ سلنه اوبه لري چې دغه اوبه ولس ته برښنا نشي برابرولی، که دغه بند پاک نشي، دواړو لورو ته ویجاړی رامنځته کوي.»

د چک ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي چې۳  کاله مخکې د یوه قراردادي شرکت له‌خوا د فابریکې لپاره نوي تخنیکي وسایل هم وروړل شوي، خو د حکومت د نه پاملرنې له کبله یاد وسایل اوسم د تخریب له ګواښ سره مخ دي.

د میدان وردګ د چک ولسوالي ولسوال مولوي مطیع‌الله سلام‌وطندار ته وویل چې د دغې فابریکې له ټولو تخنیکي وسایلو ساتنه کوي او د رغولو په موخه یې هڅې رواني دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد بند ستونزه او د خلکو اندېښنې یې تر ریاست الوزرا رسولې دي. د هغه په خبره، په دې اړه څو مثبتې ناستې هم شوي دي او ډير ژر به د چک برېښنا بند د بیارغونې او فعالیت چارې پيل شي.

نوموړي وویل: «دا ستونزه مو تر رییس‌الوزرا رسولې. په دې اړه غونډه شوې، انشاالله بودیجه ورته ځانګړې شوې ده، یوازې لږ کار پاتې ده او ډېر ژر به د دغه بند د بیارغونې او بیا فعالیدو چارې پيل شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د چک برښنا بند ۳ توربینونه لري او له نن څخه ۸۵ کاله پخوا رغول شوی دی. د یاد بند د مسوولانو په وینا، د چک برښنا بند له پرانیستل‌کېدو سره سم د دغه ولایت سربېره یې مرکز کابل ته هم برښنا ورکوله، خو اوس د دغه بند اړوند ۲۵۰ جریبه ځمکه له رسوباتو/خاورو ډکه شوې او یوازې ۲۵ سلنه برخه یې په سطحي ډول اوبو نیولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام