Asset 1SWN

د افغانستان د ناشرانو ټولنه: ۹۰سلنه خپرندوی او کتاب پلورنځي تړل‌کېدو سره مخ دي

139505131136381878278754

د افغانستان د خپرونکو یا ناشرانو ټولنه وايي چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ۳۰سلنه خپرندویه بنسټونه او کتاب پلورنځي تړل شوي دي.

یادې ټولنې همداراز ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د ۲۰۰ خپرندویه او ۵۵۰ کتاب پلورنځیو له ډلې یې ۳۰ سلنه تړل شوي او هغه چې اوس فعال دي، ۹۰ سلنه یې د تړل‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادې ټولنې مسوولانو سلام‌وطندار ته وویل چې کابل کې له ۲۰۰ خپرندوی او ۵۵۰ کتاب پلورنځیو څخه یوازې ۹۰ خپرنیزې بنسټونه او ۲۸۰ کتاب پلورنځۍ فعال دي.

په همدې حال کې د یوشمېر خپرندویه بنسټونو مسوولان او کتاب پلورونکي وايي، له کتاب لوستنې سره د خلکو د علاقې نشتون، د کاپي رایټ له حق څخه نه ملاتړ، د پوهنتونونو په نصاب کې بدلون او د مالیاتو زیاتوالی هغه ستونزې دي چې په وینا يې دوی ورسره مخ دي.

د یوه خپرندویه ټولنې مشر عبدالمجید سلام‌وطندار ته وویل: «په تېر یوه کال کې د کتاب لوستلو فرهنګ کم شوی، د کاپي رایټ له حق څخه نه ملاتړ او د هېواد په پوهنتونونو کې د نصاب بدلون، په تېر یوه کال د مالیې اخیستل، زموږ عمده ستونزې دي.»

په همدې حال کې، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهی سلام وطندار ته ویلي، یاد وزارت د کاپي رایټ د حق ساتلو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې خپرندویه ادارو او کتاب پلورونکو ته مالیه هم معاف کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې دی چې له دې وړاندې د یو‌شمېر خپرندویه بنسټونو مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي و، کابل ښاروالي اړ کړي چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د جواز ترڅنګ له ښاروالي څخه هم د فعالیت جوازونه واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام