Asset 1SWN

د نویو افغانیو لومړۍ جوپه کابل ته را رسېدلې

افغانۍ.jpg بببب

باختر دولتي اژانس د افغانستان بانک د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې د تازه چاپ شویو افغانیو لومړنۍ الوتکه نن د کابل هوايي ډګر ته را رسېدلې ده.

دغې سرچینې باختر ته د را رسېدلیو افغانیو شمېر نه‌دی ښودلی. د راپورونو پر بنسټ، دا پیسې په پولنډ کې چاپ شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان بانک د روان کال د تلې میاشتې په دېرشمه ویلي و چې د افغانیو چاپېدو په برخه کې یې څه‌‌ناڅه پرمختګ کړی او ډېر ژر به نوې افغانۍ کابل ته را ولېږدول شي.

د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې لیکلي و چې نوې افغانۍ به د معقولو پولي سیاستونو پر بنسټ او له اړتیا سره سم بازار ته راوباسي او مندرس شوې زړې افغانۍ به ورو ورو له بازاره ټولې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې اوس هېواد کې مندرسې پیسې ډېرې شوي او ان په بانکونو کې وېشل کېږي چې خلک او د بانکونو مسوولانو ته پر یوه سرخوږي بدلې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام