په وروستیو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې د زړو افغاني بانک‌نوټونو زیاتېدو د خلکو او صرافانو نیوکې زیاتې کړي چې ورسره د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې د هغو بانک‌نوټونو نمونې هم خپرې کړي چې د چلېدو وړ نه دي.

کابل ښار کې د زړو افغاني بانک‌نوټونو ډېرېدو په وروستیو ورځو کې د خلکو ترمنځ پر یوې ننګونه بدله شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 که څه هم د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د هغو زړو پیسو نمونې  خپرې کړې وې چې  د چلېدو وړ نه دي، خو په وروستیو ورځو کې بانکونو داسې افغانۍ خلکو ته ورکړي چې هټۍ‌وال یې اخیستو ته نه حاضرېږي.

د کابل یوه اوسېدونکې سنبل نصر وايي چې بانک کې یې داسې زړې پيسې ورکړي چې په وینا یې، څوک یې ترې نه اخلي.

 نوموړې زیاته کړې، که څه هم د بانک له کارکوونکو یې د نویو پیسو غوښتنه کړې، خو هغوی ورته ویلي چې راتلونکو ورځو کې به له دې هم زړې پیسې بازار ته وړاندې کړي.

په ورته مهال د کابل د اوسېدونکو په وینا، په بازار کې زړو پیسو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې بانکونه او صرافۍ خلکو ته زړې پیسې ورکوي چې د دوی د اندېښنې لامل شوی دی.

بل‌خوا د کابل ښار یو هټۍ‌وال بلال محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې په وروستیو ورځو کې زاړه افغاني بانک‌نوټونه زیات شوي دي.

د نوموړي په وینا، ډېری خلک د پېر لپاره زړې پیسې راوړي چې ترې نه یو شو اخیستی، ځکه د ده په ټکو منډوی کې یې عمده پلورونکي ترې نه اخلي.

کابل ښار کې د زړو افغاني بانک‌نوټونو د ډېرېدو په اړه د خلکو اندېښنې پر داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د افغانۍ د چاپ او لېږد برخه کې د ستونزو او ننګونو شتون لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره هم‌مهاله هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستا بانک نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام