د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره له اروپايي ټولنې ۵۰ میلیونه یورو ترلاسه کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام نن چهارشنبه د لړم ۱۸مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانان له تېر یوه کال راهیسې له کمسارو اقتصادي ستونزو او د چاپېریال له امله طبیعي پېښو سره مخ دي او راتلونکي ژمي ته تر بل هر وخته چمتووالی نهلري.
یاد پروګرام همداراز د خپلې وروستۍ ارزونې له مخې ویلي چې افغانستان له هرو لسو کورنیو څخه یوه یې د خوړو برابرولو توان نهلري، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې د مېرمنو له لوري سرپرستي کېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، یاد پروګرام په افغانستان کې د خوړو او نغدي مرستو، نارینوو ته د مسلکي زدهکړو او کورنیو باغچو جوړولو له لارې ګڼو مېرمنو د کار زمینه برابره کړې ده.
یاد پروګرام ویلي، په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اروپايي ټولنې د مرستو په لارې په ۲۷ ولایتونو کې له ۴۲۷۰۰۰ کسانو سره مرسته کړې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغه پروګرام له افغانستان سره د اروپايي ټولنې له تازه مرستې څخه د مننۍ ترڅنګ ویلي چې دې سره به هم له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.