اروپايي ټولنه افغانستان سره ۵۰ میلیونه یورو مرسته کوي
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره له اروپايي ټولنې ۵۰ میلیونه یورو ترلاسه کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام نن چهارشنبه د لړم ۱۸مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانان له تېر یوه کال راهیسې له کمسارو اقتصادي ستونزو او د چاپېریال له امله له طبیعي پېښو سره مخ دي او له یوه سخت ژمي سره مخ دي.