Asset 1SWN

د دره‌صوف د ډبرو سکرو کان کې ګاز نیونې څلور کان کیندونکي مړه کړي

08e2922ad4366b8ad7fd2f8f7564ab96

بامیان کې یوې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د سمنګان په دره‌صوف ولسوالي کې د ډبرو سکرو په کان کې د ګاز نیونې له امله د بامیان او دایکندي ولایتونو څلور کان کیندونکي مړه شوي دي.

سرچینې دغه خبره پرون سه‌شنبه د لړم ۱۷مه سلام‌وطندار کړې او په وینا یې، مړو شویو کې دوه ورونه هم شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، دغه پېښه څلور ورځې مخکې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې د دوو ورونو په ګډون درې کسان د یاد ولایت د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالي د «سري‌قول» او «فیروز‌بهار» کلیو اوسېدونکي وو.

سرچینې ویلي: «د یادو درېوو کسانو جنازې دوه ورځې وړاندې خاورو ته وسپارل شوې او د څلور کس جنازه دایکندي ته لېږدول شوې ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د بامیان د والي ویاند فرزان سیغاني هم دغه پېښه تاییدوي او وايي، دوه ورځې وړاندې درې کان کیندونکي چې دوه یې د بامیان او یو یې د دایکندي اوسېدونکي وو، د سمنګان د دره‌صوف د ډبرو سکرو کان کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام