د غزني محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو امر منصور افغان سلام‌وطندار ته وايي چې یاده پېښه بېګاه شپه رامنځته شوې او د یوې کورنۍ درې غړي پلار، زوی او مېرمن په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه پېښه د دې ولایت د مرکز اړوند په «دشت اوګره» سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړی زیاتوي چې یاد درې کسان په یوې کوټه کې وو او درې واړه د ګاز نیونې له امله مړه شوي.

له دې وړاندې هم دې ولایت کې داسې پېښې شوې دي. په وروستۍ هغه کې د غزني البیروني ښارګوټي کې یوه ناوې او زوم د واده په لومړۍ شپه د ګاز نیونې له امله مړه شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هېواد په ډېری ولایتونو کې د ژمي پرمهال د ځان تودو ساتلو لپاره ډېری خلک له ګاز او د ډبرو له سکرو څخه کار اخلي چې د کورنیو د ناپامۍ او ناغېړو له امله ګڼ‌شمېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام