په غزني ولایت کې نن یو غږیز کتابتون پرانستل شو. د دغه کتابتون بنسټ‌ اېښودونکي چې ډېری یې ځوان نابینایان دي، سلام‌وطندار ته ویلي، د فیزیکي کتابتون په پرتله غږیز کتابتون ډېرې اسانتیاوې لري.

د دوی په وینا، نالوستي کسان، نابینایان او ماشوم هم کولای شي چې له غږیز کتابتون څخه استفاده وکړي. دغه کتابتون په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۲۰۰۰ جلده کتابونه لري او بنسټګر یې هڅه کوي، څو د کتابونو شمېر یې نور هم ډېر کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد کتابتون د پرانستلو موخه د مطالعې فرهنګ دودول او له جهل سره مبارزه ښودل شوې ده. محمدرضا ذهین چې نابینا دی، غږیز کتابونه د نابینا ځوانانو د معلوماتو د ډېرولو په برخه کې ګټور بولي او غواړي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دغه ډول کتابتونونه جوړ شي.

ذهین همداراز زیاتوي، له نورو ځوانانو سره په همکارۍ هڅه کوي، څو نور بېلابېل ډوله غږیز کتابونه هم تولید کړي. د یادونې وړ ده چې غږیز کتابتونونه لږ لګښت لري او پرته له کوم لګښت او محدودیت خپرېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام