د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لاسي بم چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته وايي، چاودنه د دغه ولایت د ناور ولسوالي په «ګلزار برجګي» کلي کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یوه هلک او یوې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، لاسي بم هغه مهال چاودنه کړې چې دغو ماشومانو غوښتل، هغه خپل کور ته ولېږدوي.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې نږدې درې اوونۍ وړاندې د یاد ولایت واغظ ولسوالي کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی و او پنځه نور ټپیان وو.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې هېواد کې د تېرو کلونو جګړو څخه پاتې ناچاودو توکو او ماینونو تل له هېوادوالو قرباني اخیستې ده.