Asset 1SWN

پکتیا کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي

20230128_161023

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې نن یکشنبه د کب ۱۴مه د دغه ولایت د څمکنیو ولسوالي اړوند یوه کور کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثواب جان اسلامیار سلام‌وطندار ته وايي، چاودنه نن سهار اووه بجې د څمکنیو ولسوالي په سلیمان‌خېلو بټ کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړې په وینا، پېښه کې یوه نجلۍ او ښځه وژل شوي او د یادې کورنۍ درې نور کسان ټپیان دي.

نوموړي وویل: «چاودنه د نغري په منځ کې اور بلولو وروسته هغه مهال رامنځته شوې چې یادې کورنۍ ټول غړي په اطاق کې د چای څښلو لپاره را غونډ شوي و.»

تراوسه معلومه نه ده چې یاده چاودنه د څه شي له امله رامنځته شوې، خو د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي چې د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم یاد ولایت او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې له جګړو د پاتیو ناچاودو توکو د چاودنې له امله خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام