Asset 1SWN

بلخ کې چاودنه؛ اته کسان وژل شوي او لس ټپیان دي

FB_IMG_1670299326352

بلخ کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې نن سهار شاوخوا ۷:۱۵ دقیقې د مزارشریف ښار اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.

سرچینې ویلي، چاودنه د مزارشریف په سیداباد څلور لارې کې پر «۵۸۰» ډوله موټر د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینې په وینا، دغه موټر بلخ کې د نفتي موادو ادارې د کارکوونکو اړوند دی او د یادې ادارې د کارکوونکو د راټولولو پر مهال د چاودنې ښکار ګرځېدلی دی. سرچینې زیاته کړې چې چاودنه مرګ‌ژوبله لري، خو د کره شمېرې په اړه یې څه ونه ویل.

خو مزارشریف کې د ابو علي سینا بلخي روغتون مسوولان وايي چې د چاودنې له ځایه دغه روغتون ته اته جسدونه او لس ټپیان وروړل شوي دي.

په همدې حال کې د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري هم پېښه تاییدوي او سلام‌وطندار ته یې ویلي چې پېښه د مزارشریف ښار اړوند درېیمه امنیتي حوزه کې په یوه ۵۸۰ ډوله موټر کې رامنځته شوې ده.

د بله د امنیې قومنداني ویاند همداراز زیاته کړه چې چاودنه مرګ‌ژوبله لري، خو وې ویل چې کره شمېره یې په لاس کې نه‌لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام