هند کې د امنیتي غونډې ګډونوال: د افغانستان روان وضعیت اندېښمن کړي یوو

د «ټایمز‌اف انډيا» په نوم یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې د دغه هېواد لوړپوړو امنیتي چارواکي نن د ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، او قرغزستان هېوادونو له امنیتي چارواکو سره د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان د وضیعت په اړه غونډه کړې. د راپور له مخې، د ناستې ګډونوالو افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

توماس وېسټ له هندي چارواکو او عبدالله عبدالله سره لیدلي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېس هند ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو او د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مخکیني رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې امریکا د هند له ملاتړ او د افغانانو اساسي حقونو ته د ژمنتیا له امله له دغه هېواد مننه کوي.

روانه اوونۍ کې د ۴۰ میلیونه ډالرو دویمه کڅوړه کابل ته راورسېده

د افغانستان بانک پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو پر دوام نن سه‌شنبه د لیندۍ ۱۵مه د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته رسېدلې او یوه سوداګریز بانک ته یې سپارلې ده.

د فوټبال نړیوال جام؛ نن شپه د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو پای ته رسېږي

د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو سیالیو په لړ کې نن د مراکش لوبډله له اسپانیا او پرتګال له سویزرلنډ سره لوبه کوي. بېګاه شپه د دغو سیالیو په لړ کې کرواشیا جاپان او برازیل سوېلي کوریا ته ماته ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لاره پیدا کړه.

یونېسف افغان ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۱.۶۵ میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې (یونېسف) اجرايي مدیرې کاترین راسل ویلي، نړۍ کې ۱۷۳میلیونه کسانو په ځانګړې توګه ۱۱۰ میلیونه ماشومانو سره مرستې لپاره ۱۰.۳ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري. د هغې په وینا، ماشومان بشردوستانه مرستو ته اړمن دي او نړۍ کې د نښتو، کډوالۍ، ناروغیو او خوارځواکۍ په ګډون له جدي ناورینونو سره مخ دي.

بلخ کې چاودنه؛ اته کسان وژل شوي او لس ټپیان دي

بلخ کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې نن سهار شاوخوا ۷:۱۵ دقیقې د مزارشریف ښار اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.

سرچینې ویلي، چاودنه د مزارشریف په سیداباد څلور لارې کې پر «۵۸۰» ډوله موټر د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده. خو مزارشریف کې د ابو علي سینا بلخي روغتون مسوولان وايي چې د چاودنې له ځایه دغه روغتون ته اته جسدونه او لس ټپیان وروړل شوي دي.